کابل-ګهیځ نیوز(د کب/ حوت ۳۰ مه نېټه)
په داسې حال کې چې د اسراییلي اشغالګرو هوایي بریدونه بیا ځل پیل شوي، پوځ یې اعلان کړی، چې ځمکني عملیات یې هم د غزې په مرکزي او جنوبي سیمو کې پیل کړل.
رویټرز خبري آژانس د محلي روغتیايي سرچینو له قوله راپور ورکړی، چې په دې عملیاتو کې لږ تر لږه ۲۰ فلسطینیان وژل شوي دي.
دا عملیات یوه ورځ وروسته له هغه ترسره کیږي، چې د اسراییلي اشغالګرو په وروستیو هوایي بریدونو کې له ۴۰۰ زیات فلسطینیان شهیدان او ۴۰۰ نور یې ژوبل کړل.
د سرچینې په وینا غزه کې وضعیت بیا ځل ترینګلی شوی او د ملکي وګړو د مرګ – ژوبلې په تړاو نړیوالې اندېښنې مخ په زیاتېدو دي.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/