اسراییلی اشغالګرو په غزه کې بیا ځل ځمکنی عملیات پیل کړل

کابل-ګهیځ نیوز(د کب/ حوت ۳۰ مه نېټه)

په داسې حال کې چې د اسراییلی اشغالګرو هوایی بریدونه بیا ځل پیل شوی، پوځ یې اعلان کړی، چې ځمکنی عملیات یې هم د غزې په مرکزی او جنوبی سیمو کې پیل کړل.

رویټرز خبری آژانس د محلی روغتیایی سرچینو له قوله راپور ورکړی، چې په دې عملیاتو کې لږ تر لږه ۲۰ فلسطینیان وژل شوی دی.

دا عملیات یوه ورځ وروسته له هغه ترسره کیږی، چې د اسراییلی اشغالګرو په وروستیو هوایی بریدونو کې له ۴۰۰ زیات فلسطینیان شهیدان او ۴۰۰ نور یې ژوبل کړل.

د سرچینې په وینا غزه کې وضعیت بیا ځل ترینګلی شوی او د ملکی وګړو د مرګ – ژوبلې په تړاو نړیوالې اندېښنې مخ په زیاتېدو دی.
ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.