کابل-ګهیځ نیوز(د وری/ حمل ۲۳ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې امریکایي رسنیو راپور ورکړی چې د دونالد ترمپ د ۱۴,۶۰۰ افغان وګړو د موقتې استوګنې اسناد (TPS) لغوه کړي دي. د امریکا د کورني امنیت وزارت ویاندې، تریشا مکلافلین، ویلي چې یاد کسان به تر راتلونکي مې میاشتې پورې د اخراج له خطر سره مخ وي.
مېرمن مکلافلین ویلي، د کورني امنیت وزارت سرپرستې کریستي نوم اوسنی وضعیت په افغانستان کې داسې ارزولی چې افغان وګړي نور د «موقت محافظتي وضعیت» لپاره د شرایط وړ ندي.
د امریکا د مهاجرت ادارې د اصولو له مخې، دا ځانګړی پروګرام هغو هیوادونو ته ورکول کېږي چې له طبیعي افتونو، کورنیو جګړو یا نورو بیړنیو حالاتو سره مخ وي. خو اوس دغه شرایط نور د افغانستان لپاره تایید نه دي.
په راپورونو کې ویل شوي، چې تر افغانانو سربېره، شاوخوا ۷,۹۰۰ د کامرون هېواد اتباع هم د دې پرېکړې لاندې راغلي او هغوی به هم تر راتلونکو دوو میاشتو پورې د اخراج له ګواښ سره مخ وي.
د TPS یا موقت محافظتي وضعیت اسناد معمولا د ۶ تر ۱۸ میاشتو پورې موده لري او د اړتیا پر مهال تمدیدېدای شي.
هیره دې نه وي چې په امریکا کې د دغه اسناد لرونکو ته اجازه ورکول کیږی چې په امریکا کې قانوني استوګنه او کار وکړي، خو د لغوه کېدو په صورت کې، دوی خپل قانوني استوګن وضعیت له لاسه ورکوي.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/