د امریکا حکومت د ۱۴ زرو څخه زیاتو افغان وګړو د موقتې استوګنې اسناد لغوه کړل

کابل-ګهیځ نیوز(د وری/ حمل ۲۳ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې امریکایی رسنیو راپور ورکړی چې د دونالد ترمپ  د ۱۴,۶۰۰ افغان وګړو د موقتې استوګنې اسناد (TPS) لغوه کړی دی. د امریکا د کورنی امنیت وزارت ویاندې، تریشا مک‌لافلین، ویلی چې یاد کسان به تر راتلونکی مې میاشتې پورې د اخراج له خطر سره مخ وی.

مېرمن مک‌لافلین ویلی، د کورنی امنیت وزارت سرپرستې کریستی نوم اوسنی وضعیت په افغانستان کې داسې ارزولی چې افغان وګړی نور د «موقت محافظتی وضعیت» لپاره د شرایط وړ ندی.

د امریکا د مهاجرت ادارې د اصولو له مخې، دا ځانګړی پروګرام هغو هیوادونو ته ورکول کېږی چې له طبیعی افتونو، کورنیو جګړو یا نورو بیړنیو حالاتو سره مخ وی. خو اوس دغه شرایط نور د افغانستان لپاره تایید نه دی.

په راپورونو کې ویل شوی، چې تر افغانانو سربېره، شاوخوا ۷,۹۰۰ د کامرون هېواد اتباع هم د دې پرېکړې لاندې راغلی او هغوی به هم تر راتلونکو دوو میاشتو پورې د اخراج له ګواښ سره مخ وی.

د TPS یا موقت محافظتی وضعیت اسناد معمولا د ۶ تر ۱۸ میاشتو پورې موده لری او د اړتیا پر مهال تمدیدېدای شی.

هیره دې نه وی چې په امریکا کې د دغه اسناد لرونکو ته اجازه ورکول کیږی چې په امریکا کې قانونی استوګنه او کار وکړی، خو د لغوه کېدو په صورت کې، دوی خپل قانونی استوګن وضعیت له لاسه ورکوی.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.