معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د ایران پر ضد د امریکا نوې بندیزونه د خبرو اترو له پیل سره هم مهاله

د ایران پر ضد د امریکا نوې بندیزونه د خبرو اترو له پیل سره هم مهاله

کابل-ګهیځ نیوز(د وری/ حمل ۲۱ مه نېټه)

د امریکا د خزانې وزارت اعلان کړی چې پنځه ایراني ادارې او یو شخص یې د بندیزونو لاندې راوستي دي. دغه بندیزونه د ایران د سوله‌ییز اټومي پروګرام له ملاتړو سره تړاو لري، لکه د ایران د اټومي انرژۍ اداره او د سانتریفیوژ ټکنالوژۍ شرکت (TESA).

امریکا ادعا کوي چې دا اقدام د ایران د احتمالي اتومي وسلو د ترلاسه کولو د مخنیوي لپاره دی، خو ایران تل ویلي چې پروګرام یې سوله‌ییز دی.

دا بندیزونه داسې وخت لګول شوي چې ټاکل شوې د ایران او امریکا ترمنځ نوي خبرې اترې پیل شي. څېړونکي وايي، دا بندیزونه کولای شي د خبرو فضا تر فشار لاندې راولي.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس