د ایران پر ضد د امریکا نوې بندیزونه د خبرو اترو له پیل سره هم مهاله

کابل-ګهیځ نیوز(د وری/ حمل ۲۱ مه نېټه)

د امریکا د خزانې وزارت اعلان کړی چې پنځه ایرانی ادارې او یو شخص یې د بندیزونو لاندې راوستی دی. دغه بندیزونه د ایران د سوله‌ییز اټومی پروګرام له ملاتړو سره تړاو لری، لکه د ایران د اټومی انرژۍ اداره او د سانتریفیوژ ټکنالوژۍ شرکت (TESA).

امریکا ادعا کوی چې دا اقدام د ایران د احتمالی اتومی وسلو د ترلاسه کولو د مخنیوی لپاره دی، خو ایران تل ویلی چې پروګرام یې سوله‌ییز دی.

دا بندیزونه داسې وخت لګول شوی چې ټاکل شوې د ایران او امریکا ترمنځ نوی خبرې اترې پیل شی. څېړونکی وایی، دا بندیزونه کولای شی د خبرو فضا تر فشار لاندې راولی.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.