معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د روغتیا وزارت پلاوي د تورخم روغتیایي مرکزونو فعالیتونه وارزول

د روغتیا وزارت پلاوي د تورخم روغتیایي مرکزونو فعالیتونه وارزول

کابل-ګهیځ نیوز(د وری/ حمل ۲۳ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د عامې روغتیا وزارت د خبر پاڼې په خپرولو سره ویلي دي چې د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلی مولوي عبدالولي حقاني، د یوه تخنیکي پلاوي په ملتیا تورخم ته سفر وکړ او هلته یې د روغتیایي مرکزونو له فعالیتونو څخه نظارت ترسره کړ.

په دې سفر کې د معالجوي طب لوی رئیس ډاکټر وحدت الکوزي، د ننګرهار د عامې روغتیا رئیس مولوي امین‌الله شریف او یو شمېر تخنیکي غړو ګډون درلود.

یاد پلاوي د بېرته راستنېدونکو کډوالو لپاره د جوړو شوو روغتیايي مرکزونو او بېړني روغتون له بېلابېلې برخو څخه له نژدې کتنه وکړه.

یاده خبر پاڼه کې راغلي چې حقاني روغتیایي کارکوونکو ته لارښوونه وکړه څو خپلو خدمتونو ته لا پراخوالی ورکړي او د راستنېدونکو هېوادوالو ستونزو ته پر وخت رسیدنه وکړي.

د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې دا مهال چې ګڼ شمیر هغه افغان کډوال چې له پاکستان څخه خپل هیواد ته راسنیږی او هغوي ته د صحی خدماتو د وړاندې کولو لپاره په تورخم کې ۹ روغتیایي مرکزونه او یو ۲۰ بستریز روغتون فعال دي، او شاوخوا ۱۵ امبولانسونه د ناروغانو د انتقال لپاره په مهمو برخو کې ځای پر ځای دي.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس