کابل-ګهیځ نیوز(د وری/ حمل ۲۳ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د عامې روغتیا وزارت د خبر پاڼې په خپرولو سره ویلی دی چې د عامې روغتیا وزارت د روغتیایی خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلی مولوی عبدالولی حقانی، د یوه تخنیکی پلاوی په ملتیا تورخم ته سفر وکړ او هلته یې د روغتیایی مرکزونو له فعالیتونو څخه نظارت ترسره کړ.
په دې سفر کې د معالجوی طب لوی رئیس ډاکټر وحدت الکوزی، د ننګرهار د عامې روغتیا رئیس مولوی امینالله شریف او یو شمېر تخنیکی غړو ګډون درلود.
یاد پلاوی د بېرته راستنېدونکو کډوالو لپاره د جوړو شوو روغتیایی مرکزونو او بېړنی روغتون له بېلابېلې برخو څخه له نژدې کتنه وکړه.
یاده خبر پاڼه کې راغلی چې حقانی روغتیایی کارکوونکو ته لارښوونه وکړه څو خپلو خدمتونو ته لا پراخوالی ورکړی او د راستنېدونکو هېوادوالو ستونزو ته پر وخت رسیدنه وکړی.
د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې دا مهال چې ګڼ شمیر هغه افغان کډوال چې له پاکستان څخه خپل هیواد ته راسنیږی او هغوی ته د صحی خدماتو د وړاندې کولو لپاره په تورخم کې ۹ روغتیایی مرکزونه او یو ۲۰ بستریز روغتون فعال دی، او شاوخوا ۱۵ امبولانسونه د ناروغانو د انتقال لپاره په مهمو برخو کې ځای پر ځای دی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ