معماری
خانه / ژورنالیزم / د غمرازۍ پیغام

د غمرازۍ پیغام

په ژورې خواشینۍ سره مو خبر ترلاسه کړ چې د کونړ ولایت پیاوړی ژورنالیست او په نوموړي ولایت کې د پژواک خبري آژانس پخوانی خبریال خان ولي سالارزی د ورپېښې ناروغۍ له امله وفات شوی دی. انالله وانا الیه راجعون

ښاغلی خان ولي سالارزی د کونړ ولایت او د هېواد د مشرقي زون په کچه یو پېژندل شوی او تکړه ژورنالیست و چې له دوو لسیزو راهېسې یې په کونړ کې د ملي راډيو تلویزیون د آمر او په یاد ولایت کې د پژواک خبري اژانس د خبریال په توګه دنده ترسره کړې وه او د هېواد له یو شمېر نورو رسنیو سره یې هم همکاري درلوده.

ګهیځ د لیکوالو او ژورنالیستانو ټولنې د مشرتابه پلاوی او اداره په داسې حال کې چې د نوموړي مړینه د هېواد د رسنیو او ژورنالیستانو په لوی کور کې یوه ستره او نه جبرانېدونکې ضایعه ګڼي، متوفی ته له لوی الله څخه جنت الفردوس او پاتې کورنۍ ته یې د صبر او زغم غوښتنه کوي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس