معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د مفتي منیر شاکر د وژنې پړه د پاکستان پر استخباراتي ادارې اچول شوې

د مفتي منیر شاکر د وژنې پړه د پاکستان پر استخباراتي ادارې اچول شوې

کابل-ګهیځ نیوز(د کب/ حوت ۲۶ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې تېره ورځ مازیګر د پېښور اورمړو تاڼې ميره کچوړي سیمې په جومات کې د چاودنې له امله مشهور دیني عالم مفتي محمد منیر شاکر او څلور نور کسان سخت ټپیان شول، چې وروسته نوموړي عالم د سختو ټپونو له امله روغتون کې ساه ورکړه.

مفتي منیر شاکر د پاکستان پر اوسني حکومت د تندو نیوکو له امله مشهور و او څه موده وړاندې یې د پښتون ژغورنې غورځنګ له‌ خوا په جوړه شوې ستره جرګه کې د پاکستاني واکمنانو پر پالیسو سخت انتقادونه وکړل.

د نوموړي پر مړینې ډېری پښتنو ژوره خواشیني څرګنده کړې، هغه یې افغان پرست عالم بللی او وژنه یې د پښتون قام لویه ضایعه ګڼلې ده.

مفتي شاکر د لشکر اسلام په نوم د یو تحریک بنسټ ایښی و چې یاد تحریک یې هم د پاکستان حکومت لخوا ممنوع اعلان شوی و.

د سیاسي او امنیتي چارو شنونکي باور لري، چې پاکستاني ریاست وروستیو کې دیني عالمان او سیاسي مخالفین په مرموز ډول هدف ګرځوي او له منځه یې وړي.

ټاکل شوې چې د نوموړي جنازه نن یکشنبه مازیګر درې بجې د حیات آباد په باغ ناران سیمه کې ادا شي.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس