د مفتی منیر شاکر د وژنې پړه د پاکستان پر استخباراتی ادارې اچول شوې

کابل-ګهیځ نیوز(د کب/ حوت ۲۶ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې تېره ورځ مازیګر د پېښور اورمړو تاڼې میره کچوړی سیمې په جومات کې د چاودنې له امله مشهور دینی عالم مفتی محمد منیر شاکر او څلور نور کسان سخت ټپیان شول، چې وروسته نوموړی عالم د سختو ټپونو له امله روغتون کې ساه ورکړه.

مفتی منیر شاکر د پاکستان پر اوسنی حکومت د تندو نیوکو له امله مشهور و او څه موده وړاندې یې د پښتون ژغورنې غورځنګ له‌ خوا په جوړه شوې ستره جرګه کې د پاکستانی واکمنانو پر پالیسو سخت انتقادونه وکړل.

د نوموړی پر مړینې ډېری پښتنو ژوره خواشینی څرګنده کړې، هغه یې افغان پرست عالم بللی او وژنه یې د پښتون قام لویه ضایعه ګڼلې ده.

مفتی شاکر د لشکر اسلام په نوم د یو تحریک بنسټ ایښی و چې یاد تحریک یې هم د پاکستان حکومت لخوا ممنوع اعلان شوی و.

د سیاسی او امنیتی چارو شنونکی باور لری، چې پاکستانی ریاست وروستیو کې دینی عالمان او سیاسی مخالفین په مرموز ډول هدف ګرځوی او له منځه یې وړی.

ټاکل شوې چې د نوموړی جنازه نن یکشنبه مازیګر درې بجې د حیات آباد په باغ ناران سیمه کې ادا شی.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.