معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د ټولګټو وزیر د چین له سفیر سره د واخان دهلېز او افغان ټرانس پروژو په اړه خبرې کړي

د ټولګټو وزیر د چین له سفیر سره د واخان دهلېز او افغان ټرانس پروژو په اړه خبرې کړي

کابل-ګهیځ نیوز(د سلواغې / دلو ۲۱ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ټولګټو چارو وزیر ملا محمد عیسـ.ـی ثـ.ـاني د چین له سفیر ژاوشینګ سره په کابل کې لیدنه کړې، چې په کې د واخان دهلېز او افغان ټرانس مهمو پروژو په اړه خبرې شوي.

د ټولګټو وزارت له لوري په خپره کړې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د واخان دهلېز د سروې چارې بشپړې شوي او اوس یې د ډیزاین پروسه روانه ده.

دغه دهلېز افغانستان له چین سره نښلوي او اقتصادي ارزښت یې خورا مهم بلل کیږي.

د دې ترڅنګ دواړو لوریو د افغان ټرانس پروژې په اړه هم بحث کړی، چې د مرکزي آسیا هېوادونه د افغانستان له لارې له سویلي آسیا سره نښلوي.

د ټولګټو وزیر ویلي، د دې پروژې په اړه د افغان حکومت له مشرانو سره خبرې شوي او دې مشرانو یې د عملي چارو پیل ته بشپړ چمتوالی ښودلی.

واخان دهلېز او افغان ټرانس هغه مهمې پروژې ګڼل کیږي، چې د چارو د شنونکو په باور د افغانستان اقتصادي پیاوړتیا او ځان‌ بسیاینه کې اساسي رول لري.

ـــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

 

 

 

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس