د ټولګټو وزیر د چین له سفیر سره د واخان دهلېز او افغان ټرانس پروژو په اړه خبرې کړی

کابل-ګهیځ نیوز(د سلواغې / دلو ۲۱ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ټولګټو چارو وزیر ملا محمد عیسـ.ـی ثـ.ـانی د چین له سفیر ژاوشینګ سره په کابل کې لیدنه کړې، چې په کې د واخان دهلېز او افغان ټرانس مهمو پروژو په اړه خبرې شوی.

د ټولګټو وزارت له لوری په خپره کړې خبرپاڼه کې ویل شوی، چې د واخان دهلېز د سروې چارې بشپړې شوی او اوس یې د ډیزاین پروسه روانه ده.

دغه دهلېز افغانستان له چین سره نښلوی او اقتصادی ارزښت یې خورا مهم بلل کیږی.

د دې ترڅنګ دواړو لوریو د افغان ټرانس پروژې په اړه هم بحث کړی، چې د مرکزی آسیا هېوادونه د افغانستان له لارې له سویلی آسیا سره نښلوی.

د ټولګټو وزیر ویلی، د دې پروژې په اړه د افغان حکومت له مشرانو سره خبرې شوی او دې مشرانو یې د عملی چارو پیل ته بشپړ چمتوالی ښودلی.

واخان دهلېز او افغان ټرانس هغه مهمې پروژې ګڼل کیږی، چې د چارو د شنونکو په باور د افغانستان اقتصادی پیاوړتیا او ځان‌ بسیاینه کې اساسی رول لری.

ـــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

 

 

 

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.