معماری
خانه / دسته‌بندی نشده / پاکستان دې بلوچستان کې د داعـ.ش مرکزونو پر ضد اقدام وکړي

پاکستان دې بلوچستان کې د داعـ.ش مرکزونو پر ضد اقدام وکړي

کابل-ګهیځ نیوز(د تلي/ میزان ۱۰ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د افغان حکومت مرکزي ویاند ویلي، چې بلوچستان کې د داعـ.ـشي خوارجو ډلې څخه د استخباراتي کړیو لپاره ګټه اخیستل د سیمې د بې ثباته کولو په معنا ده.

مجاهد له بي بي سي راډیو سره په مرکه کې د پاکستان له حکومته غوښتي، چې ژر تر ژره دې بلوچستان کې د دې ډلې د مرکزونو پر وړاندې اقدام وکړي.

نوموړي ویلي، کابل، بامیانو او دایکندي کې د وروستیو پېښو عاملانو تر نیول کېدو وروسته د دوی څېړنو وښوده، چې دغه کسان د ډیورڼد فرضي کرښې له هغې غاړې بلوچستان څخه افغانستان ته راغلي دي.

مجاهد د پاکستان بلوچستان کې د دغو ډلو پټنځایونو او روزنیزو مرکزونو ته په اشارې ویلي، دا ډول فعالیتونه او د سیمې بې ثباته کول د هېچا په ګټه نه دي، چې باید مخنیوی یې وشي.

پاکستاني لوري لا تر دې دمه د مجاهد د دغو څرګندونو په غبرګون کې څه نه دي ویلي.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس