کابل-ګهیځ نیوز(د تلی/ میزان ۱۰ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د افغان حکومت مرکزی ویاند ویلی، چې بلوچستان کې د داعـ.ـشی خوارجو ډلې څخه د استخباراتی کړیو لپاره ګټه اخیستل د سیمې د بې ثباته کولو په معنا ده.
مجاهد له بی بی سی راډیو سره په مرکه کې د پاکستان له حکومته غوښتی، چې ژر تر ژره دې بلوچستان کې د دې ډلې د مرکزونو پر وړاندې اقدام وکړی.
نوموړی ویلی، کابل، بامیانو او دایکندی کې د وروستیو پېښو عاملانو تر نیول کېدو وروسته د دوی څېړنو وښوده، چې دغه کسان د ډیورڼد فرضی کرښې له هغې غاړې بلوچستان څخه افغانستان ته راغلی دی.
مجاهد د پاکستان بلوچستان کې د دغو ډلو پټنځایونو او روزنیزو مرکزونو ته په اشارې ویلی، دا ډول فعالیتونه او د سیمې بې ثباته کول د هېچا په ګټه نه دی، چې باید مخنیوی یې وشی.
پاکستانی لوری لا تر دې دمه د مجاهد د دغو څرګندونو په غبرګون کې څه نه دی ویلی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ