معماری
خانه / ګهیځ نیوز / د اسلامي نړۍ خبرونه / د پاکستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون د ټاکنو په اړه د موقت صدراعظم څرګندونې رد کړې

د پاکستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون د ټاکنو په اړه د موقت صدراعظم څرګندونې رد کړې

کابل گهیځ نیوز (۴میزان ۱۴۰۲):
د پاکستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون د هغه هېواد د موقت صدر اعظم انوارالحق کاکړ هغه خبره غیر ډیموکراټیکه او غیر قانوني بللی، چې ویلي یې و د دې هېواد راتلونکې انتخابات به د عمران خان له ګډونه پرته ترسره کېږي.
د پاکستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون پرون د میزان په درېیمه پر اېکس پاڼه خپره شوې یوه اعلامیه کې لیکلي دي چې د دغه هېواد محکمې لا تر اوسه د عمران خان او د هغه ګوند د نورو مخکښانو د جرمونه څېړي او په داسې حال کې د انوارالحق کاکړ ادعاوې غير ډیموکراټیکې ګڼل کېږي.
په اعلامیه کې راغلي دي چې صدراعظم او د هغه حکومت به په يو اړخيزه توګه دا پرېکړه نه کوي چې رڼې ټولټاکنې به څنګه وي؟
د پاکستان سرپرست صدراعظم انوارالحق کاکړ دوه ورځې وړاندې له اسوشيېټېډ پرېس آژانس سره په یوه ځانګړې مرکه کې ويلي و چې د هیواد راتلونکې انتخابات د پاکستان تحریک انصاف د مشر عمران خان له ګډون پرته هم په پاکه او شفافه بڼه ترسره کېدای شي.
کاکړ په هغه مرکه کې دا آوازې رد کړې چې ګواکې ددغه هېواد پوځ به په راتلونکو ټاکنو کې د عمران خان د ممکنه بریا د مخنيوي لپاره لاسوهنه وکړي.
ـــــــــــــــــــــــ
گهیځ نیوز از گوشه و کنار کشور و از اطراف و اکناف جهان، با تازه ترین اخبار، وقایع، مصاحبه ها، گزارش ها و تبصره ها روی داغ ترین قضایا ومهم ترین رخداد ها با در نظر داشت اصل دقت و توازن هر ساعت خدمت شما تقدیم می کند. ادرس های خبری ما:

Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس