د حـ.ـزب الله او اسراییلو ترمنځ پر دوه میاشتنی اوربند هوکړه وشوه

کابل-ګهیځ نیوز(د لیندۍ / قوس ۷ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د لبنان حـ.ـزب الله او اسراییل خپلو کې د امریکا او فرانسې په منځګړیتوب د اوربند هوکړې ته رسېدلی.

دغه هوکړه د لبنان په وخت له نن چهارشنبې سهار څلورو بجو څخه عملی شوه.

د اسراییلو لومړی وزیر بنیامین نتنیاهو ویلی، د کابینې له تصویب وروسته دغه اوربند اسراییلو ته د حـ.مــاس پر وړاندې د فشار زیاتولو او پوځ بیا تجهیز لپاره وخت برابروی.

د دې هوکړې جزیات په بشپړه توګه نه دی خپاره شوی، خو ځینې راپورونه وایی چې د حـ ـزب الله ځواکونه د لبنان جنوب کې د لیطانی رود له شاوخوا سیمو شا ته شوی دی.

په دې هوکړه کې پرېکړه شوې چې دواړه لوری به له یرغلیزو عملیاتو ډډه کوی او اسراییل به لبنان کې نور اهداف نه په نښه کوی.

ویل کیږی، چې دا اوربند به ۶۰ ورځې دوام وکړی، خو د سیمې شنونکی په دې باور دی چې د اشغالګرو اسراییلو هڅې د حـ.مــاس جهادی غورځنګ په کمزوری کولو کې بریالۍ نه دی.

د غزې پر وړاندې د یو کلن یرغل او تاریخی جنایتونو سره – سره د اسراییلو د تونلونو د له منځه وړلو هڅې هم بې اغېزې ګڼل کیږی.

بل لور غزه کې حمـ ـاس ویلی، په پوره توان یې اسراییلی پوځیان په نښه کړی او خپلې دغې مبارزې ته به لا تقویت ورکړی.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.