کابل-ګهیځ نیوز(د لیندۍ / قوس ۸ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د کرکټ نړیوالې شورا “” ICC د نړۍ غوره لوبډلو او لوبغاړو تازه درجه بندي اعلان کړې.
په دغه درجه بندۍ کې راشد خان د ۶۸۷ نمرو په لرلو سره د یو ورځنیو نړیوالو لوبو په کټګورۍ کې د نړۍ د غوره توپ اچوونکی نومول شوی او د پاکستان له شاهین افریدي څخه مخکې شوی دی.
د سویلي افریقا کیشاف مهاراج په درېیم نمبر کې قرار لري.
په الرونډرانو کې بیا محمد نبي د لومړي مقام ګټونکی شوی دی.
راشد خان بیا په آلراونډرانو کې درېیم مقام لري.
په ټېسټ کرکټ کې د هند جسپریت بومرا د ۸۸۳ نمرو په لرلو سره لومړی ځای خپل کړی او د سویلي افریقا ربادا دوهم ځای کې قرار لري.
په توپوهونکو کې افغان لوبغاړی رحمنالله ګربز په ۵۰ اوریزه کرکټ کې اووم او په شل اوریزه کې په لسم مقام کې راغلی دی.
د افغانستان ملي لوبډلې په شل اوریزه کرکټ کې دولسم او په ۵۰ اوریزه کې لسم مقام کې دی او په ټېسټ لوبو کې یې کوم بدلون نه دی راغلی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/