معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / سوریه کې د موټر بم چاودنې له امله ۱۵ کسان ووژل شول

سوریه کې د موټر بم چاودنې له امله ۱۵ کسان ووژل شول

کابل-ګهیځ نیوز(د سلواغې / دلو ۱۶ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې نړیوالو رسنیو راپور ورکړی چې د سوریې په منبج ښار کې د دوشنبې په ورځ د موټر بم چاودنې له امله لږ تر لږه ۱۵ کسان ووژل شول او ګڼ نور ټپیان شول.

د سوریې د مدني دفاع بنسټ د راپور له مخې، دغه بمي چاودنه د کرنې د کارګرانو په موټر شوې ده.

په وژل شویو کې ۱۴ ښځې او یو سړی شامل دی او ۱۵ نورې ښځې ټپي شوي، چې د یوې حالت نازک بلل شوی.

په ورته مهال بریټانیا کې مېشتې د سوریې د بشري حقونو د څار ډلې ویلي، په دې پېښه کې ۱۸ ښځې او یو نارینه وژل شوي دي.

د حلب شمال ختیځ ته پروت منبج ښار د تېرو کلونو راهیسې د تاوتریخوالي شاهد دی.

په دې سیمه کې د ترکیې له ملاتړ برخمن د سوریې ملي پوځ د امریکا له ملاتړ لرونکو کُردي جنګیالیو (SDF) سره جګړه کوي.

ـــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس