معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / لوګر کې ۱۳ سوداګریز مارکېټونه جوړیږي

لوګر کې ۱۳ سوداګریز مارکېټونه جوړیږي

کابل-ګهیځ نیوز(د سلواغې / دلو ۲۵ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د لوګر ولایتي چارواکو ویلي، چې د کور او ښار جوړولو وزارت له لوري د دغه ولایت په مرکز پل‌ علم او ولسوالیو کې ۱۳ معیاري سوداګریز مارکېټونه جوړیږي.

د لوګر د کور او ښار جوړولو ریاست رییس مطیع‌الله ذاهد د پل‌ علم په یوه غونډه کې ویلي، چې د مرکز پل‌ علم، بره‌ کي‌ برک او څرخ ولسوالیو کې به یاد سوداګریز مارکېټونه جوړ شي.

نوموړي زیاته کړې، چې دا مارکېټونه د سوداګرۍ ودې، اقتصادي پراختیا او د کسبګرو د ملاتړ لپاره په اساسي توګه طرحه شوي او د عملي کارونو د پیل لپاره یې ټول تخنیکي چمتووالی نیول شوی دی.

چارواکي ټینګار کوي، چې د دې مارکېټونو جوړېدل به نه یوازې د محلي سوداګرو لپاره اسانتیاوې رامنځته کړي؛ بلکې د لوګر ولایت د اقتصادي وضعیت پر پیاوړتیا هم مثبت اغېز وکړي.

ـــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس