معماری

سعودي عربستان د خپل تاریخ په بې ساري اقدام کې یوه ښځه فضا ته استوي

کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/سلواغه ۲۶ مه نېټه): د عربي رسنیو د خبر له مخې سعودي عربستان په خپل تاریخ کې د لومړي ځل لپاره یوه ښځینه فضانورده نړیوال فضایي سټیشن ته استوي. د سعودي عربستان دولتي خبري آژانس هم راپور ورکړی، چې د سعودي ښځینه ستور مزلې ریانه برناوی به …

ادامه نوشته »

د روغتیا نړیوال سازمان په افریقا کې د ماربورګ ویروس خپریدو په اړه بېړنۍ غونډه وکړه

کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/سلواغه ۲۶ مه نېټه): د دغې سازمان مسوولینو د یادې ناروغۍ د واکسین او درملنې پر لارو چارو د بحث لپاره راټول شوي وو، چې تر اوسه یې لږ تر لږه ۹ کسان له امله مړه شوي دي. د روغتیا نړیوال سازمان ویلي، چې دا ویروس د …

ادامه نوشته »

د زلزلو له امله ترکیه او سوریه کې د مړو شویو کسانو شمېر له ۴۱ زرو څخه واوښت

کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/سلواغه ۲۶ مه نېټه): په داسې حال کې چې د نړۍ ټول پام ترکیه او سوریه کې خونړۍ زلزلې ته اوښتی، د نړیوالو رسنیو راپورونه وایي چې دغو دواړو هېوادونو کې د مړو شویو کسانو شمېر له ۴۱ زره تنو څخه واوښت. که څه هم د یو …

ادامه نوشته »

ترکیه کې د ۱۱۶ مړو شویو افغانانو هویت معلوم شو

کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/سلواغه ۲۶ مه نېټه): ترکیه کې افغان سفارت ویلي، د زلزلو له امله دغه هېواد کې د مړو شویو ۱۱۶ افغانانو هویت مشخص شوی دی. د سفارت د مسوولینو په وینا، ښایي په دغه زلزله کې د وژل شویو افغانانو شمېر تر دې ډېر وي. ورته مهال …

ادامه نوشته »

سړې هوا افغانستان کې د لسګونو ماشومانو ژوند اخیستی

کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/سلواغه ۲۶ مه نېټه): د ملګرو ملتونو له ماشومانو د ملاتړ صندوق په یو ټویټ کې ويلي، چې په افغانستان کې تېره جنورۍ میاشت د سړې هوا او ناروغیو له امله په لسګونه ماشومانو خپل ژوند بایللی دی. دوی زیاته کړې، چې د افغانستان سخت ژمي زیانمنونکو …

ادامه نوشته »

نن ورځ د پخواني شوروي اتحاد د پوځونو د وتلو۳۴ مه کلیزه ده

کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/سلواغه ۲۶ مه نېټه): له نن نه ۳۴ کاله وړاندې د سلواغې په همدې نېټه د پخواني شوروي اتحاد سرتېرو تر څه باندې نهه کاله حضور وروسته له افغانستانه بهر شول. په دغو جګړو کې نږدې دوه مېلیونه افغانان ووژل شول او په زرګونو نور معلول شول. …

ادامه نوشته »

علي وزیر له زندانه آزاد شو

کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/سلواغه ۲۵ مه نېټه): د رسنیو د خبر له مخې د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ او د جنوبي وزیرستان څخه د قومي اسمبلۍ غړی علي وزیر نن د کراچۍ له زندانه آزاد کړل شو. د راپورونو له مخې د سيند صوبې د کورنيو چارو څانګې نن د …

ادامه نوشته »

بدخشان کې د واورې ښویېدنې له امله پنځو تنو ته مرګ_ژوبله واوښته

کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/سلواغه ۲۵ مه نېټه): د راپورونو له مخې د بدخشان ولايت په راغستان ولسوالۍ کې د واورې ښويېدنې له امله د یوې کورنۍ درې غړو ژوند بایللی او دوه نور یې ټپیان شوي دي. د دغه ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریيس معزالدين احمدي ویلي، چې دغه …

ادامه نوشته »

پاکستان ښایي خپله مالیه ۱۷۰ میلیارده پاکستانۍ کلدارې لوړه کړي

کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/سلواغه ۲۵ مه نېټه): ‏د پاکستاني رسنیو د راپورونو پر بنسټ ‎پاکستان د پیسو له نړیوال وجهي صندوق څخه د ۱٫۱ میلیارد ډالرو پور ترلاسه کولو لپاره خپل هېواد کې ۱۷۰ میلیارده پاکستانۍ کلدارې مالیه لوړوي. اقتصادي کارپوهان وايي، چې په دې سره به پاکستان کې د …

ادامه نوشته »

روسیې د ترکیې زلزله ځپلو ته ۳۶ ټنه بشري مرسته واستوله

کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/سلواغه ۲۵ مه نېټه): د روسي رسنیو د خبر پر بنسټ دغې هېواد د ترکیې د زلزلې ځپلو وګړو لپاره ۳۶ ټنه عاجله بشري مرسته واستوله. رسنیو د چارواکو له قوله زیاته کړې، چې په الوتکه کې ژمنۍ خیمې او نور اړین عاجل شیان شته چې ډېر …

ادامه نوشته »
قالب وردپرس