کابل-ګهیځ نیوز( د سرطان/ چنګاښ ۲۰ مه نېټه):
افغان حکومت په یو تازه اقدام کې د ټول هېواد پۀ کچه د سوېډن هېواد هر ډول فعالیتونه وځنډول.
د حکومت ویاند ذبـ.ـیـ.ـح الله مـ.ـجاهـ.ـد ویلی، چې دغه پرېکړه یې سوېډن کې د قران کریم سوځونې په غبرګون کې کړې او تر څو چې یاد هېواد له اسلامۍ نړۍ بښنه ونه غواړی، افغانستان کې به یې فعالیتونه ځنډول شوی وی.
ننګرهار مېشتو وګړو د افغان حکومت د دغه دریځ هرکلی وکړ.
د افغان حکومت له لوری په دغه خپره شوې اعلامیه کې همدا راز له نورو اسلامی هېوادونو هم غوښتنه شوې، چې د سوېډن هېواد سره پر خپلو لرلو اړیکو غور وکړی.
ننګرهار مېشتی وګړی هم د اسلامی نړۍ پر هېوادونو د ورته اقدام غږ کوی.
سویډن کې یو تن چې ویل کیږی اصلاً عراقی و، د لوی اختر په لومړی ورځ یې د قران کریم سپکاوی وکړ، چې ځایی پولیسو له لوری یې امنیت هم نیول شوی و.
د نوموړی دغه اقدام د مسلمانانو له کلک غبرګون او غندنې سره مخ شو.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ