کابل-ګهیځ نیوز( د سرطان/ چنګاښ ۲۰ مه نېټه):
وروسته له هغې چې ګهیځ نیوز ته د تورخم له پولې هغې غاړې یو شمېر بند پاتې افغان کډوالو شکایتونه وکړل، دغه شکایتونو تورخم کې له افغان مسوولینو سره څو وار شریک شول، خو دا چې یاد کډوال د پاکستانی مسوولینو له لوری نۀ پرېښودل کېدل، تازه افغان چارواکو ویلی، چې اسلام آباد کې د افغانستان سفارت په تورخم کې د بند پاتې افغان کډوالو په اړه له پاکستانی چارواکو سره له نږدې خبرې کړی دی.
دوی زیاته کړې، چې پاکستانی لوری په دې برخه کې د سفارت رهبرۍ ته د پوره همکارۍ ډاډ ورکړی او ژمنه یې کړې، هغه افغان کډوال چې له پاکستان څخه بېرته خپل هېواد ته ستنیږی او تورخم کې بند پاتې دی، ډېر ژر به خپل هېواد ته د ورتګ اجازه ورکړی.
مسوولینو زیاته کړې، چې دوی سره په راتلونکی کې د دا ډول ستونزو د نه رامنځته کېدو ژمنه هم شوې ده.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ