معماری

پوهنه رڼا ده؛ ننګرهار کې ماشومانو لپاره کتابتون جوړېږي

کابل/ګهیځ: نن پنجشنبه (د تلې/میزان ۲۱مه او د اکټوبر میاشتې ۱۳مه نېټه ده) د ننګرهار په اطلاعاتو او کلتور ریاست کې د شانتي په نوم رضاکاره ټولنه د څه باندې ۲ لکه ډالرو په لګښت د ماشومانو لپاره کتابتون جوړوي. د باختر دولتي خبري اژانس د خبر له مخې، د …

ادامه نوشته »

د افغانستان حکومت په قطر کې د امریکا او افغان چارواکو تر منځ لیدل تایید کړل

کابل/ګهیځ: نن چهار شنبه ( د تلې/میزان ۲۰مه او اکټوبر میاشتې ۱۲مه نېټه ده) افغان حکومت په قطر کې له امریکايي لوري سره خبرې تایید کړې او وايي چې قطر کې د دواړو خواوو تر منځ مذاکرات شوي دي. د حکومت مرکزي ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، حکومت یې د …

ادامه نوشته »

د نغدي مرستو یوه بله ۴۰ میلیوني ډالري کڅوړه کابل ته را ورسېده

کابل/ګهیځ: نن چهار شنبه ( د تلې/میزان ۲۰مه او اکټوبر میاشتې ۱۲مه نېټه ده) د افغانستان مرکزي بانک اعلان کړی چې د بشرپالو مرستو په دوام د ۴۰ میلیونه امریکايي ډالرو یوه بله کڅوړه نن کابل ته رارسول شوې ده. دا په روانه اونۍ کې درېیمه او د نوي سرپرست …

ادامه نوشته »

د پاکستاني حکومت له خوا په کراچۍ کې د نیول شویو افغانانو له ډلې ۸۰ کسه نور خوشې شول

کابل/ګهیځ: نن چهار شنبه ( د تلې/میزان ۲۰مه او اکټوبر میاشتې ۱۲مه نېټه ده) اسلام اباد کې د افغانستان سفارت د پاکستاني حکومت له خوا په کراچۍ کې د نیول شویو افغانانو له ډلې د یوې بلې ۸۰ کسیزې ډلې له خوشې کېدو خبر ورکوي. سفارت پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي، …

ادامه نوشته »

د نړیوال اقتصادي وضعیت د لا فلج کېدو په اړه د پیسو د نړیوال صندوق خبرداری

کابل/ګهیځ: نن چهار شنبه ( د تلې/میزان ۲۰مه او اکټوبر میاشتې ۱۲مه نېټه ده) د پیسو نړیوال صندوق خبر ور کوي، چې د اوکراین د جګړې اوږدېده او د توکو د بیو چټکه لوړتیا به د نړۍ اقتصادي وضعیت نور هم خراب کړي. دې نړیوال بنسټ د نړیوال اقتصادي وضعیت …

ادامه نوشته »

افغان چارواکو سره د ریچارډ بېنېټ لیدنې؛ د بشري حقونو وضعیت په اړه خبرې شوي

کابل/ګهیځ: نن چهار شنبه ( د تلې/میزان ۲۰مه او اکټوبر میاشتې ۱۲مه نېټه ده) افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو ځانګړی رپورټر ریچارډ بېنېټ د سرپرست حکومت له چارواکو سره په دې بوخت دی، چې په دغه هېواد کې دې بشري حقونه خوندي شي. هغه …

ادامه نوشته »

د رسنیزو سرغړونو ارزونې کمېسیون وايي د رسنیو قانون دې تصویب شي

کابل/ګهیځ: نن چهار شنبه ( د تلې/میزان ۲۰مه او اکټوبر میاشتې ۱۲مه نېټه ده) د رسنیزو سرغړونو او شکایتونو ارزونې کمېسیون په ناسته کې د افغانستان د رسنیو لپاره ژر تر ژره د قانون د تصویب غوښتنه شوې. د باختر دولتي خبري اژانس د راپور له مخې، دا غوښتنه سې …

ادامه نوشته »

افغان کډوالو سره د ایران ناوړه چلند؛ په دوه ورځو کې یې نژدې ۱۹۰۰ افغانان په زور له خپلې خاورې ایستلي

کابل/ګهیځ: کابل/ګهیځ: نن سې شنبه(د تلې/میزان ۱۹مه او د اکټوبر میاشتې ۱۱مه نېټه ده) د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، د تلې په تېرو دوو ورځو کې له ايران څخه څه باندې ۲۳۰۰ کډوال بېرته هېواد راستانه شوي چې له دې ډلې نژدې ۱۹۰۰ کسان په جبري …

ادامه نوشته »

د سوداګرۍ وزارت؛ را روان ژمي ته د ګازو لوړې بیې کنټرولوي

کابل/ګهیځ: نن سې شنبه(د تلې/میزان ۱۹مه او د اکټوبر میاشتې ۱۱مه نېټه ده) د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت چارواکي وايي، له ایران سره یې افغانستان ته د اوبلن ګازو د واردولو په اړه خبرې کړې دي. د یاد وزارت سرپرست وزیر نورالدین عزیزي تېره ورځ د اوبلن ګازو …

ادامه نوشته »

له اسخباراتي ادارو د ملا هبت الله غوښتنه؛ خلک د تېروتنو په کولو مه بندي کوئ

کابل/ګهیځ: نن سې شنبه(د تلې/میزان ۱۹مه او د اکټوبر میاشتې ۱۱مه نېټه ده) د طالبانو د تحریک مشر ملا هبت الله اخوند زاده د حکومت له استخباراتي ادارو غوښتي چې خلک دې یوازې د کره شواهدو پر بنسټ ونیسي. هغه همدا رنګه قضايي محکمو ته د نیول شویو کسانو د …

ادامه نوشته »
قالب وردپرس