پاکستان کې د افغان کډوالو د ستونزو په اړه د کډوالو وزیر کابل کې د پاکستان له شارژدافیر سره کتلی

کابل-ګهیځ نیوز( د حمل/وری ۷ نېټه):
د راپورونو له مخې د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست د پاکستان له شارژدافیر محمد جنید وزیر سره په کتنه کې د درې اړخیزو ناستو، افغان بندیانو، پر پوله د تلو_راتلو پرمهال د اسانتیاوو رامنځته کولو او د افغان کډوالو پر نورو ستونزو خبرې کړی.
دغو خبرو کې د کډوالو وزیر له پاکستانی لوری د هغو افغان کډوالو په اړه د لا نورو اسانتیاو غوښتنه کړې، چې غواړی د حج فریضې ادا کولو لپاره له پاکستان څخه افغانستان او له دې ځایه بیا سعودی عربستان ته سفر کوی.
دغه لیدنه کې پاکستانی لوری ژمنه کړې، چې یادې ستونزې به له اسلام آباد سره شریکې کړی او په اړه به یې لازم اقدامات وکړی.
هېره دې نۀ وی چې تر دې وړاندې د افغان کډوالو وزیر له ایرانی لوری سره هم د افغان کډوالو د ستونزو په اړه خبرې کړې وې.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.