له پاکستانه د پرلپسې دوهمې کرکټ لوبې ګټلو افغان ټیم په کور دننه او بهر له تود هرکلی سره مخ کړی

کابل-ګهیځ نیوز( د حمل/وری ۷ نېټه):
د پخوانی ولسمشر حامد کرزی او ډاکټر عبدالله په ګډون ګڼ شمېر پخوانیو چارواکو د دغې بریا تودې مبارکۍ ویلی دی.
د اوسنیو چارواکو له لوری هم دغه بریا ستایل شوې او افغان لوبډلې ته د راتلونکو لوبو پر وړاندې د بری هیله شوې.
د ریاست الوزرا سیاسی مرستیال مولوی عبدالکبیر هم افغانانو ته مبارکی ورکړې او زیاته کړې یې ده، د افغانانو دې بریا وښوده چې دوی په کمو او د نړیوالو په پرتله په نشتو امکاناتو هم د پرمختګ وړتیا لری.
نوموړی ډاډ ورکړی چې سرپرست افغان حکومت د خپلو لوبغاړو ترشا ولاړه ده او ژمن دی چې د تېر په څېر به د دوی د وړتیا د لوړولو لپاره ټولې ممکنه هڅې وکړی.
د پاکستان پر وړاندې په شل اوریز کرکټ کې د افغانستان تر تاریخی بریا وروسته کرکټ بورډ ملی لوبډلې لوبغاړو ته انعامونه هم اعلان کړل.
د افغانستان کرکټ بورډ عمومی رییس میرویس اشرف ویلی، هر ملی لوبغاړی ته چې په ۱۵ کسیزه لوبډله کې شتون لری، یو آیفون موبایل او درې_درې زره امریکایی ډالر، ریزرف لوبغاړو ته دوه_دوه زره امریکایی ډالر او اداری پلاوی غړو ته چې له لوبډلې سره ملتیا کوی، زر_زر امریکایی ډالر انعام ورکوی.
دا په نړیوال ډګر کې د پاکستان پر وړاندې د افغان لوبډلې دوهم ستر بری دی چې د شل اووریزو دریو لوبو لوبلړۍ دویمه لوبه کې هم پاکستان ماتې ورکوی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.