کابل/ګهیځ: نن یکشنبه (د تلې/میزان ۱۰مه او د اګټوبر میاشتې دوهمه نېټه ده) د ابرار خیریه موسسه د خوست ولایت په سپېرې ولسوالۍ کې د زلزلې له کبله نړېدلي کورونه بېرته جوړوي.
دا خبره باختر دولتي خبري اژانس په یوه راپور کې کړې.
د سرچینې په خبره د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې وزارت مرستیال یادې موسسې ته اجازه ورکړې، چې د زلزلې له کبله د نړېدلو استوګنځیو بیا رغوونه پیل کړي.
د معلوماتو له مخې ابرار خیریه موسسه په سپېرې ولسوالۍ کې د ۶۵۰ زره ډالرو په لګښت ۲۶۳ کورنیو ته استوګنځي جوړوي.
د نړېدلو کورونو لپاره دغه لګښت د ملګرو ملتونو سازمان د بشري همکاریو د همغږۍ ادارې (OCHA) لخوا ځانګړې شوې ده.