معماری
خانه / ګهیځ نیوز / افغان حکومت د هوايي چلند په برخه کې له عربي متحده اماراتو سره قراردادونه کړي

افغان حکومت د هوايي چلند په برخه کې له عربي متحده اماراتو سره قراردادونه کړي

کابل/ګهیځ: نن چهارشنبه (د تلې/میزان ۱۳مه او د اکټوبر ۵مه نېټه ده) د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت وايي، چې د عربي متحده اماراتو له یوې کمپنۍ سره یې د افغانستان هوايي چلند درېیو لویو برخو کې لوی قرادادونه لاسلیک کړي دي.
دا قراردادونه له ګانوم شرکت سره د ځمکنیو خدمتونو، فضايي امنیت او د هېواد په کچه د لویو هوايي خدمتونو په برخه کې شوې دي.
د ملي راډیو ټلویزیون د راپور له مخې د هوايي چلند وزارت ویاند امام الدین احمدي ویلي، چې د یادو قراردادونو پر مټ به د هوايي چلند خدمتونه بنسټیز او معیاري کړي او تر څنګ به یې افغانستان د تخنیکي کسانو په روزلو کې پر ځان متکي شي.
احمدي ویلي، چې د قرارداد له مخې ټاکل شوي کسان به د روزونکو په توګه افغانستان ته راځي او په دې برخه کې به افغانان روزي، د نوموړي په خبره که بهر ته د تلو اړتیا پېښه شي دا چاره به هم کوي.
وزارت وايي، چې په دې سره به له افغانستانه عبوري الوتنې هم ډېرې شي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس