معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / افغان حکومت له روسیې سره د نفتي او خوراکي توکو د اخستو قرارداد لاسلیک کړی

افغان حکومت له روسیې سره د نفتي او خوراکي توکو د اخستو قرارداد لاسلیک کړی

افغان حکومت له روسیې سره د نفتي او خوراکي توکو د اخستو قرارداد لاسلیک کړی
کابل/ګهیځ: نن چهارشنبه (د تلې/میزان ۶مه او د سپټمبر ۲۸مه نېټه ده) د سوداګرۍ سرپرست وزیر نورالدین عزیزي وایي چې له روسیې سره یې د پټرولو، ډیزلو، ګازو او غنمو د اخستو په برخه کې یو لنډمهالی قرارداد لاسلیک کړی دی.
نوموړي رویټرز خبري آژانس ته ویلي چې وزارت یې هڅه کوي څو په سوداګریزو شریکانو کې تنوع رامنځته کړي او روسیې دوی ته په متوسط ډول په نړیواله کچه په توکو کې د تخفیف وړاندیز کړی دی.
د عزیزي په خبره روسیه به شاوخوا یو ملیون ټنه پټرول، یو ملیون ټنه ډیزل، پنځه سوه زره ټنه اوبلن ګاز او دوه ملیون ټنه غنم په کال کې افغانستان ته ورکوي.
هغه د بییو او دا چې پیسې به یې په څه ډول روسیې ته ورکول کېږي، نورجزیات نه ‌دي ورکړي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس