معماری
خانه / ګهیځ نیوز / افغان کډوالو سره د ایران ناوړه چلند؛ په دوه ورځو کې یې نژدې ۱۹۰۰ افغانان په زور له خپلې خاورې ایستلي

افغان کډوالو سره د ایران ناوړه چلند؛ په دوه ورځو کې یې نژدې ۱۹۰۰ افغانان په زور له خپلې خاورې ایستلي

کابل/ګهیځ: کابل/ګهیځ: نن سې شنبه(د تلې/میزان ۱۹مه او د اکټوبر میاشتې ۱۱مه نېټه ده) د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، د تلې په تېرو دوو ورځو کې له ايران څخه څه باندې ۲۳۰۰ کډوال بېرته هېواد راستانه شوي چې له دې ډلې نژدې ۱۹۰۰ کسان په جبري توګه وتلو ته اړ ایستل شوي دي.
د یاد وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د تلې په ۱۶ او ۱۷مه نېټه لـه ایـران څخه د نیمروز له لارې ۲۳۱۸ افغان کډوال هېواد ته راستانه شوي چې له دې ډلې ۱۸۶۹ کسان په چبري او ۴۴۹ نور په خپله خوښه راستانه شوي دي.
سرچینه زیاتوي، له دغو کسانو ۲۲۶ يې د مرستو په موخه د کډوالۍ نړیوال سازمان ته ورپېژندل شوي دي.
د روان کال له پیله د وږي تر ۲۰مې، شاوخوا ۲۵۲زره افغان کډوال له ایران او پاکستان څخه هېواد ته راستانه شوي چې له ډلې یې ۱۳۵زره هغه کډوال دي چې له ايرانه په جبري ډول را ایستل شوي دي.
دا لومړی ځل نه دی، چې له افغانانو سره د ایران د ناوړه چلند او یا جبري ایستو په تړاو راپورونه ورکول کېږي، څه وخت وړاندې د بښنې نړیوال سازمان له افغان کډوال سره د ایران پر ناوړه چلند اندېښنه ښودلې وه.
دغه سازمان د ایران له حکومت څخه غوښتي و، چې د افغانانو جبري ایستل بند کړي او هلته مېشت کډوالو سره غیر انساني چلند ته د پای ټکی کېږدي خو لا هم په دې اړه کوم مثبت ګام نه تر سترګو کېږي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس