شنبه، د لړم ۱۴مه
کابل/ګهیځ: د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت له ایران څخه په جبري ډول د افغان کډوالو د را ایستلو د بهیر د چټکیدو خبر ورکړی او ویلي دي، چې په تیره یوه اونۍ کې په زرګونو افغان کډوال له دغه هیواد څخه را ایستل شوي دي.
دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د لړم د میاشتې له ۴مې د دغې میاشتې تر ۱۱مې نېټې ۲۲ زره افغان کډوال د ایراني پولیسو له خوا د نیول کیدو وروسته بیرته افغانستان ته ګرځول شوي دي.
وزارت دغه راز ویلي، چې د لړم د میاشتې په نهمه او لسمه نېټه باندې هم ۴زره ۱۸۱ تنه کډوال له ایران څخه په خپله خوښه او جبري ډول وطن ته ستانه شوي دي.
د وزارت د خبرپاڼې په وینا ډېری دغه کډوال چې په تېره اونۍ کې له ایرانه ایستل شوي، په غیرقانوني ډول دغه هېواد ته تللي وو.
د کډوالو اوستنیدونکو د چارو وزارت د معلوماتو له مخې په تیر یو کال کې له بهرنیو هیوادونو څخه ۷۰۰ زرو پورې افغان کډوال بیرته وطن ته راغلي دي، چې اکثریت یې له ایران څخه افغانستان ته شړل شوي افغان کډوال دي.