ګهیځ نیوز: نن شنبه (د زمري/اسد میاشتې لومړۍ او د جولای میاشتې ۲۳مه نېټه ده) افغان چارواکي وايي د پنجشېر له سیند څخه کابل ته د څښاک پاکو اوبو رسولو پروژه به ډېر ژر پيل شي.
د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست عبدالطیف منصور نن (شنبه د زمري لومړۍ) په کابل کې خبریالانو ته وویل چې د یادې پروژې په بشپړېدو سره به په مرکز کابل کې د څښاک پاکو اوبو د کمښت ستونزه هواره شي.
نوموړي زیاته کړې چې د دوی د سروې له مخې پر دغه پروژه به درې میلیون امریکايي ډالره لګښت راشي.
د اوبو او نرژۍ وزیر له نړیوالې ټولنې څخه وغوښتل چې د افغانستان کنګل شوې زېرمې خلاصي کړي، تر څو دوی یې د خلکو لپاره په عام المنفعه پروژو کې ولګوي.
دا په داسې حال کې ده، چې په کابل ښار کې تر ځمکې لاندې اوبو کمېدو په اړه اندېښنې زیاتې شوي دي.
