کابل/ګهیځ: نن دوشنبه (د تلې/میزان ۱۸مه او د اکټوبر ۱۰مه نېټه ده) د افغانستان او ترکمنستان د اوسپنې پټلۍ ادارې چارواکي په یوه ان لاين غونډه کې پر يو شمېر موضوعاتو هوکړې ته رسېدلي دي.
په دې ان لاین ناسته کې چې د افغان پلاوي مشري د اوسپنې پټلۍ ادارې سرپرست ملا بخت الرحمن شرافت کوله، د اوسپنې پټلۍ اړوند ترکمنستان ته دمعرفي شويو محصلينو د پروسې پر چټکتیا، د آقینې- اندخوی ۳۰ کیلومټره اوسپنې پټلۍ د بېلونو پر اجرا کولو، له آقينې څخه تر مزارشریف ښار پورې د اوسپنې پټلۍ رسولو او د تور غونډۍ اوسپنې پټلۍ مالي حسابونو په تصفيې هر اړخیز بحثونه شوي دي.
د یادې ادارې لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، په دې ناسته کې پرېکړه وشوه چې د محصلينو د لېږلو پروسه به چټکتیا مومي.
دغه راز د تورغونډۍ اوسپنې پټلۍ مالي حسابونو د تصفيې لپاره به په راتلونکو ۵ ورځو کې د دواړو لوریو تخنیکي او مسلکي ډلې جوړيږي او راتلونکې کې به آنلاین او حضوري ناستو ته دوام ورکول کيږي.
دغه راز ترکمنستاني لوري ژمنه کړې چې نږدې راتلونکې کې به يو تخنيکي ټيم اقينې ته استوي، څو له اندخوی سټېشن څخه د اندخوی مرکز ته له وړاندې ډيزاين شوې ۱۰ کیلومتره د اوسپنې پټلۍ پر جوړولو پرېکړه وکړي.