معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / ترکیه د افغانستان له روغتیایي برخې سره د مرستو له دوامه خبر ورکوي

ترکیه د افغانستان له روغتیایي برخې سره د مرستو له دوامه خبر ورکوي

ترکیه د افغانستان له روغتیایي برخې سره د مرستو له دوامه خبر ورکوي

ګهیځ نیوز: نن دوشنبه (د وږي/سنبلې ۲۸مه او د سپټمبر ۱۹ نېټه ده) په کابل کې د ترکیې سفیر جهاد ارګینای د روغتیا وزارت له سرپرست وزیر ډاکټر قلندر عباد سره یوه لیدنه کې، د افغانستان له روغتیايي سکټور سره پر مرستو ټینګار کړی.

نوموړي ژمنه کړې چې هېواد به یې له افغانستان سره په روغتیايي خدماتو او د طبي زده کړو په برخه کې همکاریو ته دوام ورکوي.

ورته مهال د روغتیا سرپرست وزیر له افغانستان سره د ترکیې له مرستو مننه کړې، خو غوښتنه یې کړې چې ترکیه باید د افغانستان له روغتیايي سکټور سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.
نوموړي ویلي، روغتیا وزارت یو غیر سیاسي بنسټ دی او د نړیوالو سازمانونو مرستو ته اړتیا لري.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس