ګهیځ نیوز: نن سې شنبه (د غبرګولي یا جوزا ۱۰مه او د مۍ میاشتې ۳۱مه نېټه ده) د لوړو زده کړو سرپرست وزیر عبدالباقي حقاني وایي، «اسلامي امارت» د افغانستان د لوړو زده کړو معیاري کېدو ته ژمن دی.
نوموړي نن په کابل کې یوې خبري ناستې ته وویل چې د افغان محصلینو ټول حقونه او امتیازیات ورکول کیږي.
هغه له هیواد څخه بهر افغان علمي کادرونو څخه وغوښتل چې هیواد ته ستانه شي.
د لوړو زده کړو وزیر وویل، چې افغانستان به ډېر ژر اباد او له نورو هیوادونو سره سیال شي.