معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د افغانستان او ازبکستان پر پوله ګډ بازار به تر راتلونکو څو میاشتو پرانستل شي

د افغانستان او ازبکستان پر پوله ګډ بازار به تر راتلونکو څو میاشتو پرانستل شي

ګهیځ نیوز: نن شنبه (د وږي/سنبلې ۱۲مه او د اګسټ میاشتې درېیمه نېټه ده) د بلخ ځايي چارواکي له ازبکستان سره پر پوله د یو ګډ بازار له جوړولو خبر ورکوي، چې موخه یې د افغانستان او ازبکستان تر منځ د سوداګریزو اړیکو پراختیا ده.

د باختر اژانس د خبر له مخې، دا بازار، چې د ۷۵ ميليونو ډالرو په لګښت په ۱۲۰ جريبه ځمکه د ازبکستان ترمذ ښار او بلخ ولایت په سرحدي سیمه کې پلان شوی، د بلخ چارواکو ویلي چې رغنیزې چارې به یې تر راتلونکو څو میاشتو بشپړې شي.
د ياد بازار د جوړولو پلان تېر کال د دواړو هېوادونو د سوداګرو له لوري لاسليک شو.

د دې ګډ بازار د جوړولو موخه د افغانستان او ازبکستان تر منځ د سوداګرۍ وده او دغه راز افغاني محصولاتو ته په نړيواله کچه بازار موندنه ښودل شوې ده.
د افغان-ازبک بازار مشر صفی الوغ بېګ ویلي: “د ولسمشر د لارښوونې او د افغانستان له حکومت سره د تفاهم له مخې موږ هڅه کوو، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي اړیکو د پراختیا، د وارداتو او صادراتو د زیاتوالي او همدارنګه د دواړو هېوادونو د سرحدي کرښې ترمنځ د ګډ بازار د رامنځته کولو لپاره هڅې وکړو څو بهرنۍ نړۍ ته د افغانستان د کورنیو تولیداتو د معرفي کولو زمینه برابره شي “.

نوموړی وايي، وايي چې د بازار د جوړېدو چارې په وروستۍ مرحله کې دي او تر راتلونکو دوو مياشتو پورې به ګټې اخيستنې ته وسپارل شول.
الوغ بېګ او په بلخ کې افغان ځايي چارواکو څرګنده کړې، چې افغانان به د ويزو له اخيستلو پرته ترمذ ښار کې دغه بازار ته تګ راتګ کولی شي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس