معماری
خانه / ګهیځ نیوز / د افغان ترک زده کوونکي؛ د ۴۳ هېوادونو تر منځ یې لومړی مقام وړی

د افغان ترک زده کوونکي؛ د ۴۳ هېوادونو تر منځ یې لومړی مقام وړی

ګهیځ نیوز: نن دوشنبه (د غبرګولي یا جوزا ۲۳مه او د جون میاشتې ۱۳مه نېټه ده) د افغان ترک زده کوونکو د ۴۳ هېوادونو تر منځ سیالیو کې لومړی مقام خپل کړی دی.
د افغان ترک ښوونځي د جوزجان څانګې زده کوونکو د ۴۳ هېوادونو د زده کوونکو تر منځ د ساینس په المپیاد کې لومړی مقام ګټلی دی.
باختر دولتي خبري اژانس راپور ورکوي، چې د ساینس المپیاد سیالۍ په انلاین توګه د تایلنډ په کوربتوب ترسره شوه.
په دې سیالۍ کې د جوزجان د افغان ترک زده کوونکو ۱۷ ميډالونه وګټل.
د تایلنډ د ساینس المپياد سیالیو په تېر دور کې چې ۲۰۲۱ کال وشو د جوزجان زده کوونکو ۱۱ مډالونه ګټلي وو.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس