معماری
خانه / ګهیځ نیوز / د جګړې پاتې شوني؛ پکتیا کې د ناچاودې هاوان مرمۍ په چاودنه کې ۴ ماشومانو ته مرګ ژوبله اوښتې

د جګړې پاتې شوني؛ پکتیا کې د ناچاودې هاوان مرمۍ په چاودنه کې ۴ ماشومانو ته مرګ ژوبله اوښتې

کابل/ګهیځ: نن شنبه (د تلې/میزان ۳۰مه او د اکټوبر ۲۲مه نېټه ده) د پکتیا ولایت سیمه ییز چارواکي خبر ورکوي، چې د دغه ولایت په ځاځي اریوب ولسوالۍ کې د ناچاودې هاوان مرمۍ د چاودېدو له امله ۴ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې.
د پکتیا امنیه قوماندانۍ ویلي، د یادې ولسوالۍ په مري خېلو سیمه کې ماشومانو د هاوان ناچاودې مرمۍ ته اور اچولی و، چې د چاودنې په پایله کې یې ۲ ماشومان وژل شوي او ۲ نور ټپیان دي.
تر دې وړاندې د پکتیا په احمد خېلو ولسوالۍ کې ناوچودو توکو ماشومانو ته مرګ ژوبله اړولې وه.
د یادولو وړ ده، چې که څه هم اوس په هېواد کې جنګ جګړې نشته خو له دغو جګړو د پاتې شويو ناچاودو توکو د چاودنې په پایله کې وخت ناو وخته خلکو ته مرګ ژوبله اوړي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس