معماری
خانه / ګهیځ نیوز / د رسنیزو سرغړونو ارزونې کمېسیون وايي د رسنیو قانون دې تصویب شي

د رسنیزو سرغړونو ارزونې کمېسیون وايي د رسنیو قانون دې تصویب شي

کابل/ګهیځ: نن چهار شنبه ( د تلې/میزان ۲۰مه او اکټوبر میاشتې ۱۲مه نېټه ده) د رسنیزو سرغړونو او شکایتونو ارزونې کمېسیون په ناسته کې د افغانستان د رسنیو لپاره ژر تر ژره د قانون د تصویب غوښتنه شوې.
د باختر دولتي خبري اژانس د راپور له مخې، دا غوښتنه سې شنبه (د تلې ۱۹مه) د یاد کمېسیون په درېیمه غونډه کې شوې، چې د اطلاعات او کلتور وزارت د خپرنیزو چارو مرستیال حیات الله مهاجر فراهي په مشرۍ جوړه شوې وه.
د رسنیزو سرغړونو او شکایتونو ارزونې کمېسیون ټينګار کړی چې د رسنيو د قانون تصویب بېړنۍ اړتيا ده او هر څومره ژر چې کېدلای شي دغه قانون دې تصویب او رسنیو ته ورسېږي.
په راپور کې راغلي، چې په غونډه کې له ټولو ادارو غوښتنه شوې چې د رسنيو اړوند هره رسنيزه موضوع د همدې کمېسيون له لارې تعقيب کړي.
سرپرست حکومت تر اوسه د رسنیو لپاره ټاکلی او جوت قانون نه دی ټاکلی او پر حکومتي ادارو رسنیو سره د نه همکارۍ ادعاوې شوي خو چارواکي وايي، چې دوی اسلامي او ملي ارزښتونو ته په پام د رسنیو د هر ډول فعالیت ملاتړي دي او د کار خوندي فضا ور ته چمتو کوي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس