یکشبنه، د لړم ۲۹مه
کابل/ګهیځ: د سره صلیب نړیوالې کمېټې مشر مارټین شوئپ وايي، چې افغانستان ته تللی څو په دغه هېواد کې د روان وضعیت په اړه له خلکو او چارواکو سره خبرې وکړي.
هغه پرون ناوخته پر خپل ټویټر ولیکل چې د څو وروستیو لسیزو جګړو او اقتصادي ستونزو د خلکو ژوند سخت اغېزمن کړی دی.
ښاغلي شوئپ لیکلي چې خلک فقر، ناروغۍ او د خوراکي موادو له کمښته په تنګ او له روان وضعیته ستړي دي.
ملګري ملتونه وايي، چې نژدې ۱۹ میلیونه افغانان کافي خوړو ته لاس رسی نه لري او ۶ میلیونه نور د قحطۍ له خطر سره مخ دي.
خو د یادولو وړ ده، چې افغان چارواکي په افغانستان کې له فقر او بې وزلۍ سره د مخ افغانانو د شمېر په اړه د ملګرو ملتونو خپرې شوې شمېر ناسمې بولي.
خانه / ګهیځ نیوز / د سره صلیب نړیوالې کمېټې مشر له خلکو او چارواکو سره د لیدو په موخه افغانستان ته راغلی