معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د سوالګرو کمېټه؛ تر دا مهال په کابل کې څه باندې ۱۷ زره سوالګر راټول شوي دي

د سوالګرو کمېټه؛ تر دا مهال په کابل کې څه باندې ۱۷ زره سوالګر راټول شوي دي

شنبه، د لړم ۲۱مه
کابل/ګهیځ: د سوالګرو راټولولو کمېټې د کار له پیله تر دا مهاله په پلازمېنې کابل ښار کې له بېلابېلو سیمو څخه ۱۷ زره او ۲۶۲ تنه سوالګر را ټول کړي دي.
د باختر دولتي خبري اژانس د رپوټ پر بنسټ، د را ټول کړی شویو سوالګرو له ډلې ۱۰ ۱۴۵ یې مېرمنې دي، چې تر ارزونې وروسته یې ۳زره ۹۰۸ مستحقې او پاتې ۶ زره ۲۳۷ یې مسلکي سوالګرې وې.
سرچینه وايي، چې د دې تر څنګ يې ۱ زرو ۵۷۷ نارینه سوالګر هم را ټول کړي، چې تر ارزونې وورسته يې ۵۶۲ مستحق او پاتي نور یې حرفوي سوالګر بلل شوي دي.
په راټول کړل شویو ۱۷ زره ۲۶۲ کسانو کې ۵ زره ۵۴۰ ماشومان هم شامل دي، چې تر ارزونې وروسته يې ۲ زره ۲۳۰ مستحق، ۳ زره ۲۵۰ حرفوي او ۶۰ تنه نور یې بې سرپرسته ماشومان دي.
هېره دې نه وي، چې بې سرپرسته سوالګر ماشومان له بایومټریک وروسته د کار او ټولنیزو چارو وزارت له لوري روزنتون ته داخلېږي او هلته ورته پر اعاشې سربېره د زده کړو او تعلیم زیمنه هم برابرېږي.
دا په داسې حال کې ده، چې د ډېر عمر مستحقو سوالګرو ته د حکومت له بودیجې په میاشتني ډول معاش ټاکل کېږي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس