معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د سوالګرو کمېټه؛ د کار له پیله تر دا مهاله څه باندې ۱۴زره سوالګر راټول شوي

د سوالګرو کمېټه؛ د کار له پیله تر دا مهاله څه باندې ۱۴زره سوالګر راټول شوي

کابل/ګهیځ:
(د لړم/عقرب ۸مه او د اکټوبر میاشتې ۳۰مه نېټه ده) د رياست الوزراء اقتصادي معاونیت دفتر وايي چې د کابل ښار له واټونو د سوالګرو د راټولولو کمېسيون تر دې مهاله ۱۴ زره او ۳۹۳ سوالګر را ټول کړي دي.
اقتصادي معاونيت وايي چې د راټولو شويو سوالګرو مطلق اکثريت يا نهه زره او ۱۵۴ هغه مېرمنې دي چې له ډلې يې يوازې درې زره او ۳۸۶ مستحقې او پاتې ټولې کسبي سوالګرې دي.
اقتصادي معاونيت د راټولو شويو نارينه سوالګرو شمېر ۱۳۲۸ تنه او د ماشومو سوالګرو شمېر بيا درې زره او ۹۱۱ تنه ښودلی چې له ډلې يې ۱۷۵۲ تنه مستحق او نور ټول کسبي سوالګر بللي دي.
د دوی د معلوماتو له مخې مستحق سوالګر د مياشتني معاش د ترلاسه کولو لپاره سرې مياشتې ته ور پېژندل شوي او له کسبي سوالګرو تضمين اخيستل شوی چې بيا به په سوال کولو لاس نه پورې کوي.
د يادونې وړ ده چې د رياست الوزراء اقتصادي معاونيت د زمري له ۲۲ مې نېټې راهيسې په کابل ښار کې له واټونو د سوالګرو را ټولول پيل کړي او ويلي يې دي چې دا لړۍ به نورو ولايتونو ته هم وغځوي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس