معماری
خانه / ګهیځ نیوز / د نجونو پر مخ له شپږم ټولګي پورته د ښوونځیو د تړل کېدو نن ۴۰۰ ورځې پوره شوې

د نجونو پر مخ له شپږم ټولګي پورته د ښوونځیو د تړل کېدو نن ۴۰۰ ورځې پوره شوې

کابل/ګهیځ: نن دوشنبه (د لړم/عقرب دوهمه او د اکټوبر میاشتې ۲۵مه نېټه ده) له شپږم ټولګي پورته د نجونو د منع کېدو څلور سوومه ورځ ده. د پکتیا یو شمېر قومي مشرانو له کرزي سره په لیدنه کې د افغان نجونو پر مخ تر دولسم ټولګي د ښوونځیو پرانستو غوښتنه کړې.
پخواني ولسمشر حامد کرزي پر خپل ټویټر دا خبره کړې او له خپله اړخه یې هم د نجونو پر مخ له کوم محدودیت پرته د ښوونځیو پرانستو لپاره پر حکومت غږ کړی.
که څه هم حکومتي چارواکي په تکراري ژمنو کې د ښوونځیو د پرانستو ژمنې کړي خو لا هم معلومه نه ده، چې دا مسئله به کله حل او د نجونو پر مخ به ښوونځي پرانستل شي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس