معماری
خانه / ګهیځ نیوز / د کابل طب په تدریسي روغتون کې د زړه بریالي عملیات شوي

د کابل طب په تدریسي روغتون کې د زړه بریالي عملیات شوي

کابل/ګهیځ: نن چهارشنبه (د تلې/میزان ۱۳مه او د اکټوبر ۵مه نېټه ده) دا لومړی ځل دی، چې د کابل د طبي پوهنتون اړوند تدریسي روغتون کې د زړه بریالي عملیات تر سره کېږي.
د کابل طبي پوهنتون مطبوعاتي دفتر وايي، چې عملیات شوی کس، چې منصور نومېږي او د زړه د سوري په ناروغۍ اخته و، له ننګرهاره را وړل شوی و او د دغه پوهنتون تدريسي روغتون ډاکټرانو یې د زړه عملیات وکړل.
د یاد تدریسي روغتون د جراحي ډيپارټمنټ امر پوهاند دوکتور محمد سلیم توانا ویلي، چې په یاده برخه کې ډېر عملیاتونه کېږي خو د طبي تجهیزاتو د نشت په اړه له ستونزو سره مخ دي.
هغه وویل، چې د منصور د زړه عملیات یې هم د تازه اخیستل شویو وسایلو پر مټ وکړل.
نوموړي زیاته کړه، چې د وسایلو د نشت له امله نشي کولی ځینې عملیات وکړي، چې په وینا یې دې برخې ته باید جدي پاملرنه وشي.
د روغتون ډاکټران وايي، که د حکومت چارواکي او نړیوال روغتیايي بنسټونه د تجهیزاتو د پیاوړتیا په برخه کې لاس ورکړي، نو د دوی په خبره د خپلو تجربه لرونکو کادرونو پر مټ کولی شي، د هېواد دننه د زړه هر ډول عملیات و کړي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس