معماری
خانه / ګهیځ نیوز / د کندهار د هوايي ډګر ګڼو کارکوونکو له خپلې دندې ډله ییزه استعفا ورکړې

د کندهار د هوايي ډګر ګڼو کارکوونکو له خپلې دندې ډله ییزه استعفا ورکړې

ګهیځ نیوز: نن دوشنبه (د غبرګولي یا جوزا ۳۰مه او د جون میاشتې ۲۰مه نېټه ده) ویل کېږي چې د کندهار د احمد شاه بابا د نړیوال هوايي ډګر ۳۰ تنو کارکوونکو ډله ییزه استعفا ورکړې.
کارکوونکو ویلي، چې له تېرو ۸ میاشتو راهیسې معاشات نه ‌دي ورکړل شوي چې له کبله يې له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ وو.
د ټرانسپورټ وزارت چارواکي د احمدشاه بابا هوايي ډګر د کارکوونکو استعفا
تاییدوي خو وايي چې شمېر یې یوازې ۱۵ تنو ته رسېږي.
دوی وايي مستعفي کسانو د صفايي او په یو شمېر نورو برخو کې کار کاوه.
د احمدشاه بابا د هوايي ډګر لسګونه کارکوونکي داسې مهال استعفاوې کوي چې د ا.ا امارت حکومت د لویو هوايي ډګرونو د چارو د مخته وړلو تړونونه د متحده عربي اماراتو له یوې کمپنۍ سره کړی.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس