معماری
خانه / ګهیځ نیوز / غزني؛ خلک په شخصي لګښت د ښوونځي لپاره ودانۍ جوړوي

غزني؛ خلک په شخصي لګښت د ښوونځي لپاره ودانۍ جوړوي

کابل/ګهیځ: نن پنجشنبه (د تلې/میزان ۲۸مه او د اکټوبر میاشتې ۲۰مه نېټه ده) د غزني پوهنې ریاست وايي،و چې په دغه ولایت کې د عامو خلکو په شخصي لګښت د یوه ښونځي د ودانۍ رغنېزې چارې پیل شوي.
د باختر خبري اژانس د راپور له مخې، د دغه ولایت د پوهنې ریاست تدریسي مرستیال عبدالقیوم محمد ویلي، د غزنې د ده یک ولسوالۍ د شاه ګل خېلو کلي لومړني ښوونځي ودانۍ نه لرله، چې د سیمې د خلکو لخوا ور ته ۲۰۰ زره افغانۍ ټولې شوي.
د دغه ښوونځي د بنسټ ډبره کېښودل شوې او په عملي توګه یې رغنیزې چارې پیل شوې دي.
عبدلقیوم محمد دا چاره له پوهنې د خلکو ملاتړ وباله.
د یادولو وړ ده، چې په دې وروستیو کې که څه هم د خلکو اقتصادي وضعیت له پښو غورځېدلی خو له لرې پرتو سیمو په شخصي لګښتونو د ښوونیزو مرکزو د جوړېدو راپورونه ډېر شوې دي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس