معماری
خانه / ګهیځ نیوز / لغمان کې د کوټې چت لوېدو له امله درې تنه مړه شوي

لغمان کې د کوټې چت لوېدو له امله درې تنه مړه شوي

سې شنبه، د لړم ۲۴مه
کابل/ګهیځ: د لغمان ځايي حکومتي چارواکي وايي، د دغه ولایت په الینګار ولسوالۍ کې د یو کور د چت غورځېدو په پېښه کې درې کسان مړه او یو بل ټپي شوی دی.
چارواکو رسنیو ته ویلي چې دا پېښه پرون دوشنبه د لړم پر ۲۳مه د شپې لخوا په «منګوی» سیمه کې شوې ده.
په دې پېښه کې مړه او ژوبل شوي کسان د یوې کورنۍ غړي بلل شوې دي.
ویل کېږي چې د دې کوټې چت د ډېرو اورښتونو له امله وروست او نړېدلی، چې د یوې ښځې په ګډون دوو هلکانو پکې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د چارواکو په وینا، په پېښه کې یوه نجلۍ ټپي شوې، چې د درملنې په موخه روغتون ته وړل شوې ده.
په دې وروستیو کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د طبیعي پېښو له امله لسګونه هېوادوالو ژوند له لاسه ورکړی.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس