معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / له افغانستان سره د بشرپاله مرستو دوام؛ د ۴۰ میلیونه نغدي ډالرو بله کڅوړه کابل ته راورسېده

له افغانستان سره د بشرپاله مرستو دوام؛ د ۴۰ میلیونه نغدي ډالرو بله کڅوړه کابل ته راورسېده

نن سې شنبه د لړم ۱۰مه
کابل/ګهیځ:
د افغانستان مرکزي بانک اعلان کړی چې د بشرپاله مرستو په دوام د ۴۰ میلیون امریکايي ډالرو یوه بله کڅوړه نن کابل ته را رسېدلې ده.
د افغانستان بانک پر خپله ټوېټرپاڼه د نړیوالې ټولنې له یادې مرستې هرکلی کړی او ترې غوښتي یې دي چې دغه مرستې د بانکي سکټور له لارې ترسره کړي.
تېره اونۍ مرکزي بانک ویلي وو چې د هېواد د مالي او بانکي سکټور د څارنې ادارې په توګه یې تل هڅه کړې، چې د قوانینو او مقرراتو په رڼا کې له ټولو نړیوالو مالي او بانکي بنسټونو سره ښې اړیکې ولري.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس