معماری
خانه / ګهیځ نیوز / لوړو زده کړو وزارت د کابل پوهنتون په لیلیه کې د نجونو د مسموم کېدو خبرونه بې بنسټه بولي

لوړو زده کړو وزارت د کابل پوهنتون په لیلیه کې د نجونو د مسموم کېدو خبرونه بې بنسټه بولي

کابل/ګهیځ: نن دوشنبه (د تلې/میزان ۱۱مه او د اکټوبر ۳مه) د لوړو زده کړو وزارت هغه راپورونه رد کړل، چې ګواکې د کابل پوهنتون د نجونو په لیلیه کې لسګونه نجونې مسمومې شوې دي.
وزارت وایي، چې تېره شپه د کابل پوهنتون ٥٠ تنو محصلینو ته په خوراک کې د بې احتیاطۍ له امله ناروغي پېښه شوې، چې د پوهنتون د ادارې لخوا يې پر وخت درملنه وشوله.
د یاد وزارت ویاند احمد تقي وایي، د عامې روغتیا وزارت څخه د راغلي پلاوي لخوا هم ددې ناروغانو معاينات او تشخیص وشو، چې د مسموم کېدو هيڅ اثار په کې پيدا نه شول.
دا په داسې حال کې ده چې ویل کېږي تېره شپه د کابل پوهنتون د نجونو په لیلیه کې لسګونه نجونې مسمومې شوې دي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس