ګهیځ نیوز: نن پنجشنبه (د وږي/سنبلې ۱۷مه او د سپټمبر میاشتې ۸مه نېټه ده) د رییس الوزراء د اقتصادي معاونیت دفتر وايي، دا قرار داد الوتکو ته د هوايي لارښوونې او خدمتونو د انکشاف په اړه دی.
د دې قرارداد له مخې به د افغانستان په هوايي ډګرونو کې ځینې خدمتونه معیاري او له نړیوال سټندرډ سره برابر شي.
دغه راز به د دې قرارداد پر مټ د افغانستان له فضا څخه تېرېدونکو الوتکو ته د هوايي لارښوونو خدمات چمتو شي او له دې لارې به د عبوري پروازونو د عوایدو سرچینه یو ځل بیا پرانیستل کیږي.
د سرچینې په وینا، په نږدې راتلونکي کې به افغانان له تخنیکي پلوه په دې برخه کې روزل کېږي تر څو ژر تر ژره هیواد له دې اړخه پر خپل ځان بسیا شي.